د قبرس پارلمان د اروپایي ټولنې او د پیسو د نړېوال صندوق شرایط د پور د اخیستو لپاره ومنل.
د سې شنبې په ورځ چې کله رايي واخیستل شوې، د قبرس د پارلمان نهه ویشت غړیو موافقې رایي ورکړې او اووه ویشت نورو مخالفت وکړ.
تر دې رایي ورکولو مخکې د قبرس حکومت خبرداری ورکړی و چې د هیواد اقتصاد له سمدستي دیوالیه کیدو سره مخامخ دی.
د پور له شرطونو سره سم به ټول هغه کسان چې د قبرس په دوو سترو بانکونو کې تر دوه لکه ډیرې یورو لري، ډیر تاوان وکړي، ځکه چې دوی به مالیې ورکوي.
پور ورکوونکو د دې شرایطو د ترسره کیدو په بدل کې منلې وه چې قبرس ته لس میلیارډه یورو ورکړي.