یوې پاکستانۍ محکمې پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف د ټول عمر لپاره له کاندیدیدو منع کړ.
د پیښور سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د پرویز مشرف د دې غوښتنې په ځواب کې چې په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې ځان کاندید کړي، دغه پریکړه وکړه.
تر دې مخکې پرون سهار په راولپنډۍ کې د ترورزم ضد محکمې امر وکړ، چې مشرف باید د مې تر څوارلسمې په خپل کور کې نظر بند پاتې شي.
دا پریکړه په دوه زره اووم کال کې د پخوانۍ صدراعظمې بینظربوټو د وژلو د پیښې لپاره شوې ده. مشرف ملامته شوی دی چې ده د بینظیر بوټو په ساتنه کې غفلت کړی و.
پرویز مشرف هسې هم د مې تر څلورمې د دې لپاره نظر بند دی چې په دوه زره اووم کال کې یې بیړنی حالت اعلان کړی و او د سترې محکمې قاضیان یې لرې کړي و.
مشرف تیره میاشت وروسته له څلور کاله جلاوطني پاکستان ته ستون شو، څو د مې په یولسمه په پارلماني انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.