د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

د سالنګونو د ساتنې او څار ادارې چارواکي وایي؛ د سالنګ لویه لاره د یوې ورځې تړل کېدو وروسته نن بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مرستیال عبدالظاهر ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه لار د ډېرو واورو د ورېدو له کبله تړل شوې وه.

د سالنګ لاره د افغانستان د جنوب او شمال د نښلولو یوه مهمه لاره بلل کیږي.