هند له پاکستانه وغوښتل چې په اعدام محکوم "سرابجیت سنګ" دې خوشې کړي

هند د دوشنبې په ورځ له پاکستان څخه وغوښتل، په اعدام محکوم شوی هغه هندی دې خوشې کړي چې؛ د لاهور په زندان کې ورباندې نورو بندیانو حمله کړې ده.

سرابجیت سنګ هند ته په جاسوسۍ او په ۱۹۹۰ کال کې په څلورو بمې چاودنو چې ۱۴ کسان په کې وژل شوي وو؛ په اعدام محکوم شوی دی.

د آصف علي زرداري حکومت د سنګ اعدام د یوې نامعلومې مودې لپاره ځنډولی و.

د جمعې په ورځ د لاهور په "کوټ لاکپت زندان کې بندیانو په سرابجیت سنګ حمله کړې وه او علتونه یې تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

هند غواړي چې سنګ باید وطن ته واستول شې تر څو درملنه یې وشي.

نوي ډهلې له اسلام آباد څخه غوښتې چې؛ دا دوسیه دې د خواخوږۍ او بشردوستۍ پر اساس وڅيړې او سنګ دې خوشې کړي.