د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما او د روسیې ولسمشر ویلادیمر پوتین وايي؛ دواړه هیوادونه به د باسټن له بریدونو وروسته په خپلو کې امنیتي او استخباراتي همکارۍ زیاتې کړي.
د دواړو هیوادونو مشرانو د دوشنبې په ورځ په خپلو کې پر ټېلفون خبرې وکړې.
سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بارک اوباما له دې بریدونو وروسته د روسیې د نژدې همکارۍ ستاینه وکړه.
د باسټن په چاودنو کې مشکو ک برید کونکو د روسیې د شمالي قفقاز د چیچن د ناکراره سیمې سره تړاو درلود.
پوتین او اوباما ژمنه وکړه چې دواړه هیوادونه به د ۲۰۱۴ م کال د ژمنۍ اولمپیک پرمهال چې روسیه یې په سوچي ښار کې کوربه توب کوي د امنیت د ډاډمنولو لپاره خپلو کې ګډ کار وکړي.
ولسمشر اوباما ولسمشر پوتین ته همدارنګه د امریکا هغه اندېښنه هم په ډاګه کړه چې؛ په سوریه کې یې د کیماوي وسلو د کارولو په اړه لري.
دا مهال د امریکا متحده ایالات د استخباراتي ادارو هغه راپورونه ارزوي چې؛ ترې معلومیږي په سوریه کې د حکومت له خوا کیماوي وسلې کارول شوې دي.