د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وايي چې؛ د دوشنبې په ورځ د باګرام په پوځي هوايي ډګر کې یو ملکي کارګو الوتکه تر پورته کېدو سمدستې وروسته لویدلې ده او په کې سپاره ټول اوه کسان وژل شو ې دي.
د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د ایتلافي ځواکونو د ویاند لوکا کارنیل له خولې وايي، الوتکه له پورته کیدو سمدستې وروسته له کمې ارتفاع څخه بیرته رالویدلې ده.
ایتلافي ځواکونو په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو د هویت او همدارنګه د هغه شرکت د څرنګوالې په اړه چې دا الوتکه ورپورې مربوط وه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو د دې الوتکې له نسکورېدو سمدستي وروسته د دې الوتکې د نسکورېدو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي، چې دا الوتکه دوی راغورځولې ده، خو د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو بیا د طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې، د پېښې پرمهال په سیمه کې د مخالفو وسله وال هیڅ ډول فعالیت نه وو موجود.
ایتلافي ځواکونه وايي، د دې ملکي باروړنکي الوتکې د غورځېدو د علت په اړه څیړنې روانې دي.