افغانستان او فنلڼد خپلو کې د اوږدمهالې همکارۍ موافقه لاس لیک کړه

افغانستان او فنلڼد خپلو کې د دوشنبې په ورځ د اوږدمهالې همکارۍ موافقه لاس لیک کړه.

په پراختیايي پروژو کې مرسته، د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې همکاري، د سولې له بهیره ملاتړ او د پوهنې په برخه کې مرسته د فنلنډ او افغانستان تر منځ د اوږد مهالو همکاریو په موافقه کې مهم ټکي دي.

ولسمشر کرزی د همدې سند د لاسلیک لپاره د فنلنډ هلسنکي ته تللی او پرون غرمه یې د دې هېواد له صدراعظم یرکي کتاینن سره دا سند لاسلیک کړ.

په پراختیايي پروژو کې په راتلونکو لسو کلونو کې د دیرش میلونه ایرو د لګولو د ژمنې سربیره فنلینډ منلې ده چې د ښونکو د روزنې په برخه کې به د افغانستان د پوهنې له وزارت سره مرسته کوي.

ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې، د دې سند په لاسلیکولو سره د افغانستان او فنلنډ په اړیکو کې یو نوی باب پرانیستل شو. نوموړې همدارنګه له فنلنډي سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې، په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.