د عراق په امارا ښارکې نن په درېیو چاودنو کې نهه تنه وژل شوي

د عراق په جنوب کې د شعیه ګانو په ښار - امارا - کې نن په درېیو چاودنو کې نهه تنه وژل شوي او شل تنه زخمیان دي.

دریمه چاودنه په - دیوانیه - ښار کې وشوه چې اوه تنه په کې وژل شوي او پنځلس تنه زخمیان دي.

تر اوسه چا د حملو مسولیت نه دی اخیستی .

د عراق صدراعظم نوري المالکي ویلي چې په سوریه کې روان تشدد په عراق کې د فرقه یې تشدد تر شا لاس لري.