د سوريې پر صدراعظم وایل الحلقي نن په دمشق کې تروریستي حملې شوې

د سوریې دولتي ټلویزیون وايي، چې د دې هېواد پر صدراعظم وایل الحلقي نن په دمشق کې تروریستي حملې شوې خو ژوندی ورڅخه وتلی دی.

رپوټ وايي، چې د الحلقي پر موټر نن یوه ښونځي ته نږدې حمله وشوه.

د سوریې دولتي خبري اژآنس سنا وايي چې په حمله کې خلک زخمیان شوي دي.

د فرانسې د خبري اژانس یوه عکاس ویلي، چې زیات موټر په دې چاودنه کې تخریب شوي دي.

په دمشق کې په وروستیو کې زیاتې چاودنې کیږي چې سل هاوو تنه په کې زخمیان شوي دي.

جمهوري غوښتونکي سناتورجان مک کین پرون د امریکا ان بي سي ټلویزیون ته وویل چې نړیوال ځواکونه باید د کیمیاوي وسلو د خوندي کولو لپاره سوریې ته د ننوتلو لپاره تیار شي،جان مک کین وویل :

(موږ باید له یوې نړیوالې قوې سره د تګ لپاره تیار شو او هلته د کمیاوي او حتی د بیالوژیکي وسلو زیرمې خوندي کړو . په سوریه کې د دې وسلو یو شمیر زیرمې شته .

دا وسلې باید د جهادیانو لاس ته ور نه شي ځکه بیا به ګورو چې د منځني ختیځ په نورو برخوکې کارول کیږي. )