په بنګله دیش کې د ژغورنې کارکونکو د یوې فابریکې د ړنګې شوې ودانۍ د ډبرو او خاورو د لرې کولو لپاره له درنو ماشینونو څخه کار اخیستل پیل کړل ځکه د دې هیله کمه ده چې تر ودانۍ لاندې شوي خلک به ژوندي پاتي وي.
تیره اونۍ د بنګله دیش په مرکز ډاکه کې د کالیو جوړولو د فابریکې د اته پوړیزې ودانۍ د ړنګیدو له امله لږترلږه ۳۸۰ تنه ووژل شول خو سل هاوو تنه لا هم ورک دي او د مړیو شمیر زیاتیدلای شي.
د بنګله دیش صدراعظمه شیخ حسینه نن د ړنګې شوې ودانۍ ځاي ته ورغلې وه او د کالیو جوړولو د فابریکو زرهاوو کارګرانو نن کار بند کړی وو او اعتراضي لاریون یې وکړه .
د ودانۍ د مالک په شمول ګڼ شمیر کسان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
په بنګله دیش کې د دې ودانۍ نړیدلو یو وار بیا د کالیو جوړولو په صنعت کې د کار خراب وضعیت ته پام واړاوه .
په بنګله دیش کې د کالیو جوړولو په مارکيټ کې د څه نا څه شل ملیاردو ډالرو کاروبار کیږي او د نړۍ د ډيرو پيژندل شویو مغازو لپاره کالي ګڼدل کیږي.