جوزجان: په قوشتیپه ولسوالۍ کې څلور پولیسو وژل شوي دي

د جوزجان سیمه ایز چارواکي په قوشتیپه ولسوالۍ کې د څلورو پولیسو د وژل کیدو خبر ورکوي.

د جوزجان د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالحی رمزي آزادي راډيو ته وویل چې، دا پولیس په یادي ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو په حمله کې وژل شوي دي.