کونړ: په وټه پور کې د افغان او ایتلافي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده

د کونړ چارواکي وایې په وټه پوره ولسوالۍ کې له نن سهار راهیسي د افغان او ایتلافي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده .

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل آزادي راډيو ته وویل چې د نښتې پر مهال د وسله والو په یوې راکټي حملې کې درې ماشومان ټپیان شوي او روغتون ته لیزدول شوي دي.

د کونړ څخه په یو بل خبر کې راغلي چې، پرون ناوخته د اسمارو په ولسوالۍ کې هم د ملي اردو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده .

چارواکي وایې پدې نښته کې ۳ وسله و ال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي خو ادعا یې کړې چې ملي اردو ته یې تلفات اړولي دي.

سیمه ایز چارواکي دا ادعا نه مني.