روسیه: د اپوزیسیون یو فعال له یوکال مخکې ناارامیو سره په تړاو نیول شوی

د روسیې د تحقیقاتو کمیټه وايي، چې د اپوزیسیون یو فعال د مسکو په بولوتنایا Bolotnaya چوک کې له یوکال مخکې ناارامیو سره په تړاو نیول شوی دی.

د دې کمیټې مطبوعاتي څانګه وايي، د اپوزیسیون ځواکونو د چارو د هماهنګۍ د شورا غړی الکسي ګسکروف Alexei Gaskarov په مسکو کې په پراخه ګډوډۍ کې د لاس لرلو په تور د یکشنبې په ورځ نیول شوی.

د تحقیقاتوکمیټه وايي، ګسکروف د ځانګړو افرادو د هغې ډلې په مشرۍ تورن شوی چې د ۲۰۱۲ کال د مې په شپږمه په مسکو کې د اخ وډب په پېښه کې ډېرزیات فعال وو.

دې ادارې همداراز نوموړی د پولیسو له یوه افسر سره چې غوښتل یې اخ وډب ختم کړي په تشدد تورن کړی.

چارواکي وايي، پر ګسکروف لګېدلي تورونه او له محاکمې مخکې تدابیر به ډېرژر اعلان شي.

الکسي ګسکروف د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې د اپوزیسیون د ځواک د هماهنګۍ د شورا د یوه غړي په توګه غوره شو.