د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو د سوریې د حکومت پرضد د اقداماتو غوښتنه کړې

په واشنګټن کې د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو د سوریې د حکومت پرضد د اقداماتو غوښتنه کړې.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشربشاراسد د رژیم له خوا د سوریې په کورنۍ جګړه کې د کیمیاوي وسلې د کارولو په اړه ګڼ شواهد ترلاسه شوي، خو په دې برخه کې چې څه باید وشي او آیا د ولسمشر بارک اوباما د ډېر احتیاط چلند سم دی کنه اختلاف لاهم پرځای پاتې دی.

متحدوایالاتو د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو ته غیر پوځي مرستې برابرې کړې خو د وسلو او نورو پوځي امکاناتو له ورکولو څخه یې ډډه کړې ده.

امریکايي چارواکو تېره اونۍ اعلان وکړ چې ښايي د اسد رژیم په تېره مارچ میاشت کې دوه ځلې د هغې دوه کلنې جګړې په ترڅ کې چې له اویازره زیات کسان پکې وژل شوي، له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی وي.

د امریکايي چارواکو له دې اعلان مخکې د امریکا متحدانو- برتانیا، فرانسې، اسراییلو او قطر چې د سوریې په کړکېچ کې د امریکا له خوا قاطع اقدامات غواړي هم ورته اعلان کړی و.