د هرات د ګرځندوی امریت د دې ولایت د لاسي صنعایعو نندارتون پرون پرانیست.
په هرات کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې دا نندارتون د هرات ښار د اختیارالدین په لرغونې کلا کې جوړ شوی او هدف یې دا دی چې بهرني سیلانیان دې ولایت ته راجذب کړي.
په نندارتون کې پر لاسي صنعایعو سربېره د دې ولایت د بېلابېلو سیمو د تاریخي آثارو تصویرونه هم نندارې ته وړاندې شوې دي.
د هرات د ګرځندوی آمر وحیدالله سلطاني آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې نندارتون عواید به د هرات د هغو تاریخي او لرغونو آثارو پر ترمیم ولګوي چې زیانمن شوي دي.