د امریکا رسنۍ وايي چې، د باسټن د پېښې د دوو مشکوکو عاملانو په اړه نور جزییات ترلاسه شوي دي.
د باسټن د ځغاستې په سیالۍ کې د بمي چاودنې د یوه مشکوک عامل په اړه ویل شوي چې؛ هغه له خپلې مور سره په ټېلفون کې د جهاد په اړه خبرې کړې وې.
د دې چاودنو یوه مشکوک عامل تیمورلنګ څارنایف په ۲۰۱۱ کال له خپلې مور سره په ټېلفوني خبرو کې د جهاد یادونه کړې وه او د ده خبرې روسي مامورینو په پټه ثبت کړي دي.
سي این این تلویزیون د امریکا د متحدو ایالتونو د لوی څارنوال "ایریک هولډر" له قوله وویل چې؛ په دې باب تبصره نه شي کولی.
تیمورلنګ څارنایف له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو؛ خو د ده کشر ورور د باسټن د حملې په تړاو، چې درې تنه په کې ووژل شول او ۲۶۴ نور ژوبل شول، له جنايي تورونو سره مخامخ دی.