جنوبي کوریا له ګډې صنعتي تاسیساتو څخه خپل ۱۱ نور کاریګر وایستل

جنوبي کوریا، له شمالې کوریا سره په ګډو صنعتي تاسیساتو کې د خپلو پاته کاریګرو ایستل پیل کړل. یوولس تنه کاریګر نن د سرحدي صنعتي پارک "کایسونګ" نه جنوبي کوریا ته لاړل او تمه ده چې؛ پاته ۱۱۶ نور به هم د ورځې په وروستیو کې ستانه شي.

په صنعتي تاسیساتو کي د جنوبي کوریا وروستني پاته ۴۸ کاریګر به د دوشنبې په ورځ خپلو کورونو ته ستانه شي.

جنوبي کوریا وروسته له هغې د کایسونګ صنعتي تاسیساتو څخه د خپلو کاریګرو ایستل پیل کړل چې؛ شمالي کوریا د میاشتي په پیل کې د شخړو د زیاتیدو له امله له دي تاسیساتو څخه خپل ۵۳ زره کاریګر وایستل.

پیونګ یونګ په تېرو څو اونیو کي یو لړ ګواښونه وکړل. شمالي کوریا له جنوب سره د جګړې حالت اعلان کړ او په امریکا باندې د توغندیو د ویشتلو ګواښونه یې هم کړي وو.