په کراچۍ کې بمي چاودنې ۱۱ تنه وژلي او ۴۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې تیره شپه د انتخاباتي هلو ځلو په جریان کې یو ځل بیا چاودنه وشوه او زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

دا چاودنه د عوامي نشنل ګوند پر غونډې هغه مهال وشوه چې؛ د دې ګوند یو چارواکی جلسې ته روان وو.

پولیس وایي، بشر جان چې ځان یې د سند صوبایي اسامبلۍ ته کاندید کړی، له دغې چاودنې روغ وتلی، خو په پیښه کې یوولس تنه وژل شوي او تر څلویښتو ډیر ټپیان دي.

چاودنه د کراچۍ په مومن اباد سیمه کې وشوه او مسوولیت یې طالبانو منلی دی.

په تیرو څلورو ورځو کې دا دریمه چاودنه ده چې په کراچۍ ښار کې د انتخاباتي مبارزې پر مهال کیږي.

ټاکل شوې چې د مې په یولسمه په پاکستان کې د ایالتي او مرکزي پارلمان لپاره انتخابات وشي.