د امریکا کانګرس: له روسیې او منځنۍ آسیا سره همکاري باید پراخه شي

د امریکا د کانګرس یوې کمیټې په باسټن ښار کې د ډله ییزې منډې یا ماراتان پر لوبې له برید وروسته د مسکو او واشنګټن ترمینځ په امنیتي برخه کې د همکارۍ د پراختیا غوښتنه کړې.

د کانګرس غړې ډانا روراباکر وویل، له روسیې او د منځنۍ آسیا له حکومتونو سره همکاري باید پراخه شي؛ څو په سیمه کې رامینځ ته کېدونکي ګواښونه تشخیص او ورسره مقابله وشي.

روراباکر د خلکو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې د هغې غونډې مشري کوله چې؛ سرلیک یې و، د چیچنیا افراطي اسلامپالنه د امریکا ملي امنیت ته ګواښ.

د کانګرس غړي ویلیم کیټېنګ William Keating وویل؛ له روسیې سره د تروریزم پرضد په مبارزه کې د همکارۍ او په دې هېواد کې د بشري حقونو د مسئلې ترمینځ یو ظریف توازن شته خو دا باید په هېڅ صورت د بېګناه خلکو د ژوند ساتنې لپاره د ګډ کار په وړاندې خنډ رامینځ ته کړي.