د روسیې پولیسو په مسکو کې د جمعې ترلمانځه وروسته ۱۲۴ کسان ونیول

د روسیې پولیسو او امنیتي مامورینو د مسکو په یوه جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته یوسل او څلوېښت کسان ونیول.

د روسیې د فډرال امنیتي ادارې له خوا په خپاره شوي بیان کې چې د روسي خبري آژانسونو خپاره کړي؛ ویل شوي دي چې، د دارالارقم Dorul Arqom په اسلامي کلتوري مرکز کې د نیول شویو کسانو په ډله کې د نامعلومو هېوادونو دېرش تنه اتباع شامل و.

د آزادۍ راډیو د تاجکي څانګې د راپور له مخې په نیول شویو کې څو تنه تاجکان وو چې؛ د پولیسو بېلابېلو ماموریتونو ته بوول شوي. راپور زیاتوي چې په یوه ماموریت کې پنځه ویشت کسان په توقیف کې وو، چې اته تنه یې وروسته خوشې شول.