جمهور ریس حامد کرزي په کندهار کې پر ترافیکې پيښه خواشینې څرګنده کړه

جمهور ریس حامد کرزي نن د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پر ترافیکې پيښه خواشینې څرګنده کړه.

نن په میوند ولسوالۍ کې د موټرو په ټکر کې دیرش تنه مړه او لس تنه زخمیان شول.

د کندهار د والي ویاند نن ازادي راډيو ته وویل، چې ښايي د پيښې یو دلیل د موټروانانو بې احتیاطي وي.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره خپره شوې اعلامیه وایي، چې ښاغلی کرزی د پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خوا خوږي لري او پر ټولو موټروانانو غږ کوي، چې له احتیاطه کار واخلي، د ترافیکو قوانین مراعت کړي او د خلکو ژوند له خطره وژغوري.