امام علي رحمان: د جمهوري ریاست انتخابات به عادلانه او شفاف وي

د تاجکستان جمهور ریس امام علي رحمان یو وار بیا ژمنه وکړه، چې د نومبر په میاشت کې د جمهوري ریاست انتخابات به عادلانه او شفاف وي خو د اپوزیسیون پلویانو ته یې خبر داری ورکړ ، چې په خپلو بهرنیو ملاتړ کونکو دي اتکا نه کوي.

جمهور ریس امام علي رحمان نن خپل پارلمان او ولس ته په کلنۍ وینا کې وویل، چې د اپوزیسیون ګوندونه باید د بهرنیانو له ملاتړه کار وانخلي ځکه دې کار مخکې تاجکستان په کورنۍ جګړه کې ښکیل کړ.

د ولسمشر رحمان وینا ته پدې سترګه کتل کیږي، چې تر ډيره حده د تاجکستان د مقاومت اسلامي ګوند ته ، چې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۷ هلته د کورنۍ جګړې پر مهال د امام علي رحمان پر ضد جنګیده ، مخامخ وه .