کامیرون: د بشار الاسد رژیم په روان کړکیچ کې له کیمیاوي وسلو کار اخلي

د بریتانیې صدراعظم ډيویډ کامیرون وايي، چې داسې شواهد ډير محدود خو د زیاتیدو په حال کې دي، چې وايي د جمهور ریس بشار الاسد رژیم په روان کړکیچ کې له کیمیاوي وسلو کار اخلي .

د بریتانیې صدراعظم ډيویډ کامیرون نن بي بي سي ته وویل، چې شواهد ډير خوابدونکي دي او جنګي جنایت ګڼل کیدلای شي.

کامیرون وویل :

(هغه حالت، چې موږګورو ډير خوابدونکی دی. دا چې د سوریې رژیم ښايي له کیماوي وسلو کار اخیستي شواهد یې ډير محدود خو د زیاتیدو په حال کې دي. دا ډيره جدي مسله ده . دا جنګي جنایت دی. )

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا استخباراتو ادارې دې نتیجې ته رسیدلي ، چې د اسد رژیم له کیمیاوي وسلو کار اخلي خو هره اداره په دې اړه د باور بیله اندازه لري.