د کندهار امنې قومندان د یوې بمي حملې روغ وتلی، امنيي قومندان جنرال عبدالرازق نن غرمه د میوند ولسوالۍ د ترافیکي پیښي سیمي ته تللی وو، چې د بیرته راتګ پر مهال يي د موټرو پر کاروان د سړک د غاړې ریموټ کنټرول بم چاودنه وشوه.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادی رادیو ته وویل، چې په پیښه کې امنيي قومندان او د هغه ساتونکو ته زیان نه دی رسیدلی.
د کندهار پر امنيي قومندان جنرال عبدالرازق باندې له دې مخکې هم څو ځله حملې شوي دي.
پر نوموړي څو میاشتې مخکې په کندهار ښار کې د موټر بم چاودنه وشوه، چې ۶ کسان په کې مړه او د ده په ګډون ۲۰ نور ټپیان شول.