مسکو ته نژدې د رواني ناروغانو په یو روغتون کې د اور لګیدو په پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت وايي، مسکو ته نژدې د رواني ناروغانو په یو روغتون کې د اور د لګیدو په پېښه کې اته دیرش کسان وژل شوې دي چې دوه یې ددې روغتون روغتیايي کارکونکې دي .

د رامینسکې په نوم د ښارګوټې په دې روغتون کې اور د جمعې د ورځې په سهار وختي لګیدلی و. د روسیې د بیړنیو حالاتو د وزارت د معلوماتو څانګې ویلي دی درې کسان ژوغورل شوي چې دوه په کې ناروغان او یو نرس دي .

د روسیې د اینټرفاکس خبري اژانس ویلي دي ، هغه درمل چې تر ویده کیدوه دمخه ناروغانو ته ورکول کیږي ددې سبب شوې دي چې ډیر ناروغان د اور په لګیدو له خوبه بیدار نه شي او یا له ودانۍ څخه د تېښتې توان ونه لري .

د روسیې د بیړنو حالاتو وزارت مخکې ویلي وو چې دولس جسدونه یې تر لاسه کړی دي خو وروسته یې دا شمیر نهو ته راښکته کړ.

د اور د لګیدو سبب لا روښانه نه دی خو پولیس وايي ښايي د برېښنا د سویچونو کې شارټي ددې سبب شوې دي چې روغتون کې اور ولګیږي .