د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوې ترافیکې پېښې دیرش کسان وژلي دي

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوې ترافیکې پېښې دیرش کسان وژلي او لس کسه نور یې ټپیان کړي .

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته ویلي چې پېښه د جمعې په سهار شپږ بجې د یو ۳۰۳ بس او یوې باروړنکې لارۍ د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده .

فیصل د پېښې سبب د موټر چلونکو بې اختیاطې ښودلې ده او ویلي یې دي چې له ټکر وروسته په دواړو موټرو کې اورلګیدلی دی او ګڼې سپرلۍ سوزیدلې دي .

د کندهار د میرویس روغتون چارواکو د پېښې څخه د وروړل شویو ټپیانو حالت د ډاډ وړ ښودلی دی .

د یاودونې وړ ده چې تیر کال د کابل - کندهار او کندهار - هرات په لویه لارې څو وارې له مساپرو ډک بسونه له داسې خونړیو پېښو سره مخ شوې دي ، چې په لسګونو کسان په کې وژل شوې دي .