سپینه ماڼۍ وايي، د اسد رژیم به له کیمیاوي وسلې څخه کار اخیستی وي

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا استخباراتي ادارو له خپلو څېړنو څخه دا نتیجه اخیستې چې ښايي د اسد رژیم به په دې هېواد کې له کیمیاوي وسلې څخه کار اخیستی وي.

دا استخباراتي څېړنه د کانګرس غړو ته په هغه لیک کې رسېدلې ده چې لومړی ځل دفاع وزیر چک هېګل پرون افشا کړه:

(د امریکا استخباراتي ادارو په څه ناڅه بدلېدونکي ډاډ سره دا نتیجه اخیستې ده چې د سوریې رژیم په سوریه کې په کمه اندازه کیمیاوي وسلې کارولي، په خاص ډول سارین کیمیاوي ګاز.)

په لیک کې چې متن یې وروسته سپینې ماڼۍ خپور کړ، ویل شوي چې استخباراتي څېړنو د ځینو برخو اساس فزیولوژیکې نمونې وې، په راپور کې یادونه شوې چې د بااعتباره او موثقو شواهدو لپاره د نورو څېړنو اړتیا شته.

ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی چې له کیمیاوي وسلې کار اخیستل به له سرې ممنوع کرښې د اوښتو په معنا او په وړاندې به یې د نړیوالې ټولنې له خوا اقدام ته اړتیا وي.