د ملګروملتونو امنیت شورا پرون د رایو په قاطع اکثریت د مالي لپاره د سوله ساتي ځواک د رامینځ ته کولو طرح تصویب کړه.
په مالي کې دا مهال د فرانسې او افریقايي ټولنې ځواکونه د افراطي اسلامپالو ملېشو پرضد جګړه کوي. ملګرو ملتونو پرون وویل، تمه ده چې نوی پوځ به د روان کال د جولای د میاشتې له لومړۍ نېټې د افریقا د لویدیځ دې هېواد ته واستول شي.
فرانسې په تېره جنورۍ کې په مالي کې پوځي عملیات پیل کړل څو د پلازمېنې باماکو خوا ته د افراطي وسله والو د پرمختګ مخنیوی وکړي.
له هغه راپه دې خوا فرانسوي پوځیانو د افریقايي ځواکونو په مرسته دا افراطي وسله وال له هغو ښارونو څخه چې اوس حملې پکې کوي، شاوخوا دښتو او غرونو ته په شا وتمبول.
په پام کې ده چې د ملګروملتونو په نوي سوله ساتي ځواک کې چې د مینوسما MINUSMA په نوم به یادېږي، ډېره برخه هغه افریقايي سرتېري شامل وي چې لادمخه په دې هېواد کې حضور لري.
د مالي سوله ساتی ځواک به د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت او د سوډان له ډارفور وروسته د ملګروملتونو دریم ستر ځواک وي.