حزب الله ډله: بې پیلوټه الوتکه، چې په اسراییلو کې وویشتل شوه موږ نه ده استولې

د لبنان افراطي حزب الله ډله وايي، هغه بې پیلوټه الوتکه چې په اسراییلو کې وویشتل شوه دوی نه ده استولې.

حزب الله دا ادعا پرون په خپل ټلویزیوني چینل المنار کې په یو بیان کې رد کړه.

له دې څو ساعته مخکې د اسراییلو هوايي ځواک وویل چې شمالي حیفا ښار ته نژدې یې یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې چې له لبنان څخه د اسراییلو هوايي قلمرو ته استول شوې وه.

په اکتوبر میاشت کې هم د اسراییلو هوايي ځواک په یوه ورته پېښه کې یوه بې پیلوټه الوتکو چې له اسراییلو څخه ورغلې وه ویشتلې او نسکوره کړې وه.

اسراییلو او حزب الله د 2006 کال په اوړي کې یوه بې نتیجې جګړه وکړه.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې حزب الله ښايي په ګاونډۍ سوریه کې له روانې بې ثباتۍ څخه ناوړه ګټه پورته او د کیمیاوي وسلې د ترلاسه کولو هڅه وکړي.