د عراق امنیتي ځواکونه د سلیمان بیک د ښارګوټي د نیولو لپاره له سني قبایلو سره په جګړه بوخت دي.
دا ښارګوټی نژدې یوسل او شپیته کیلومتره د بغداد شمال ته پروت دی. د رپوټونو له مخې د چهارشنبې په ورځ پر سلیمان بیک وسله والو برید وکړ او داسې ښکارې چې دوی د سې شنبې په ورځ د سني اعتراض کوونکو پر ډلې د برید د غچ اخیستو لپاره دا حمله کړې وي.
په سلیمان بیک کې د جګړې پر مهال پنځه عسکر او لږ تر لږه اووه برید کوونکي وژل شوي او تر دیرشو ډیر کسان ژوبل شوې دي.
جرمني خبري اژانس رپوټ ورکړ چې ښار د وسله والو په لاس کې دی، خو رویټرز اژانس څرګندوي چې جنګي هلکوپترو وسله برید کوونکي له ښاره بهر کړې دي.
دغه جګړه د سې شبنې د ورځې د شخړو په دوام شوې چې د عراق په شمالي ښارګوټي، حویجه کې د اعتراض کوونکو او سرتیرو ترمنځ وشوه، په دې پیښه کې لږ تر لږه درویشت تنه ووژل شول.
امنیتي ځواکونه وایي، د دې لپاره یې د اعتراض کوونکو پر کمپ برید وکړ چې وسله والو پکې نفوذ کړی و.