په بنګله دیش کې د نړیدلې فابریکې د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۴۲ ته پورته شوی

په بنګله دیش کې چارواکې وایې، چې د تیرې ورځې د نړیدلې فابریکې د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۴۲ ته اوچت شوی او خبرداری ورکوي، چې دا شمېر ښایې زیات شي ځکه تر اوسه یو شمېر خلک د نړیدلي ودانۍ تر خاورو لاندې دي.

د بنګله دیش ډیلی سټار ورځپاڼې نن وویل، چې ‌ډاکه ته نژدې د دغې ودانۍ د نړیدو په پیښه کې شاوخوا زرتنه ټپیان شوي دي.

ویل کیږي په نړیدلي ودانۍ کې د کالیو ګنډلو څو فابریکې فعالی وې.

د ژغورنو د هڅو مشر جنرال محمد صدیقي عالم شیکدر د پیښی په ځای کې وویل چې د ژغورنې کارکونکې چت سوری کوي ترڅونړیدلو خونو ته ځانونه ورسوي.

هغه وویل، له غرمی وروسته به معلومه شی چې څومره زیان رسیدلی او هم به د تلفاتو د نسبتا دقیق شمیراټکل وکړي.