په ننګرهار ولایت کې زلزلې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي

په ننګرهار کې زلزلې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نن غرمه دوه بجې او دیارلس دقیقي د ننګرهار،لغمان او د هیواد یو شمېر نور ولایتونه ولړزول.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیاعبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل،چې تر دې دمه پینځه دیرش تنه زخمیان د جلال اباد مرکزي روغتون ته راوړل شوي او یو ماشوم مړ شوی دي.

د عبدالزي په خبره دغه زخمیان د بیلابیلو ولسوالیو نه راوړل شوي او ویل کیږي،چې دغه شمېر به نور هم زیات شي.

بل خوا په لغمان کې هم زلزلې تلفات اړولي خو په اړه يي کره جزیات نه دي څرګند، د نورو تلفاتو په اړه به وروستي جزیات وروسته خپاره شي.