د ننګرهار په حصارک کې شپږتنه وسله وال وژل شوي

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې شپږتنه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره ورځ غرمه مهال د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په پایله کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي.

د نوموړي په خبره په دغو دوه طرفه ډزو کې یوه میرمن هم وژل زخمي شوې ده.

وسله والو طالبانو د حصارک پيښې په اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.