د کورنیو چارو د وزارت په کاري چارو کې د ملي شورا د یو شمېر غړو مداخله

په نننیو خبرو کې به له خپلو میلمنو سره د کورنیو چارو د وزارت په کاري چارو کې د ملي شورا د یو شمېر غړو د مداخلو په هکله وغږیږو.

د ملي امنیت د شورا د تیرې یکشنبې د ورځې په غونډه کې د کورنیو چارو وزیر له ملي شورا څخه په شکایت سره ویلي، چې له تیرو ۴ میاشتو راهیسې د دې شورا غړو ورته ۱۵۲۰۰ عریضې وړاندې کړي دي.

جنرال مجتبی پتنګ همدا راز څرګنده کړې، په همدې موده کې ۳۲ ځله ولسي جرګې او ۱۴ ځله د مشرانو جرګې ته غوښتل شوی دی .

په هغه خبر پاڼه کې چې د ملي امنیت شورا خپره کړې دغه مساله د ملي شورا د ځینو غړو له خوا مزاحمت او بې مورده غوښتنې بلل شوې وې .

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبه په ورځ خبریالانو ته وویل، چې وکیلان له دغه وزارت نه شخصي غوښتنې هم درلودې:

زمونږ نننی بحث هم همدې مسلې ته ځانګړې شوې، زموږ میلمانه دي:
د ولسي جرګې منشي انجنییر سید اکرام
د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش
اود سیاسي چارو کاروپوه مطیع الله خروټی

د دی اونۍ په ګردي میز کې زه حمیده هارون عثمان درسره یم.

Your browser doesn’t support HTML5

ګردی میز