په بلخ کې وروستیو سیلابونو لس تنه مړه کړي دي

د بلخ چارواکي وايي، چې د وروستیو سیلابونو له امله په شولګرې ولسوالۍ او د دې ولایت په نورو سیمو کې لس تنه مړه شوي دي.

دوی څرګنده کړې، چې یو شمېر کورونه هم نړیدلي او د مړو جسدونه لا تر اوسه هم د خاورې لاندې دي.

د دې ولایت د امنيي قومندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالرزاق قادري نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دغو سیلابونو له ډیر شمېر خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

دوي همدا رنګه له مرکزې حکومت څخه د عاجلې مرستې غوښتنه وکړه.