د پاکستان په جنوب کې پرون دوو چاودونو چې هدف يې د راتلونکو انتخاباتو ګډوډول دي، لږ تر لږه اته کسان ووژل.
په کوټه کې یوه ځان وژونکي خپل موټر د امنیتي ځواکونو د تالاشۍ له پوستې سره نزدې والوزوه، چې په نتیجه کې يې ۶ کسان مړه او ۳۰ ټپاین شول.
په کوټه کې د هزاره ګانو د ډیموکراتیک ګوند مشر خالق هزاره وویل، ښکاري چې د دې برید هدف دی وو.
په روان میلادي کال کې څو ځله په کوټه کې پر هزاره ګانو چاودنې او وسله وال بریدونه شوي دي.
اخوا په کراچۍ کې موټر سایکل سپرو د متحده قومي غورځنګ پر یوه دفتر د لاسي بم حمله وکړه، چې له امله يې دوه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شول.
متحده قومي غورځنګ د پاکستان له هغو سیکولر یا غیر مذهبي ګوندونو څخه دی، چې پاکستاني طالبانو پرې د راتلونکو انتخاباتو دمخه د بریدونو ګواښ کړی دی.