په لغمان ولایت کې شپېته جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې

د لغمان چارواکي وايي، د کوکنارو اړولو په کمپاين کې يې تر ۶۰ جريبو زياته ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د دې ولایت مرکز اړوند یو شمېر سیمو کې د ذوالفقار څلور په نامه چاڼيز عملیات پیل شوي؛ چې د دغو عملیاتو په جریان کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د لغمان د ولایتي چارواکو په خبره دغه عملیات به دوه ورځې دوام وکړي او د امنیت د ټیګښت ترڅنګ به کرل شوي کوکنار هم له منځه وړي.