دناټو د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې د افغانستان پر حالاتو خبرې کوي

ټاکل شوې ده چې، نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په خپله غونډه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

په بروکسل کې د ازادۍ راډیو خبریال د ناټو د یوې ویاندې په حواله وايي؛ چې په په دې غونډه کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د څرنګوالي پر پلان او په دې هیواد کې د شوو پرمختګونو په اړه خبرې او بحثونه وشي.

د ناټو ویاندې ویلي، د بروکسل په غونډه کې به د افغانستان په اړه کومه لویه پریکړه نه کیږي او د دې تړون غړي هیوادونه به د افغانستان د ماموریت په روان وضیعت په خپلو کې وغږیږي.

دغه راز ټاکل شوې ده، چې افغان ولسمشر حامد کرزۍ هم نن بروکسل ته ورسیږي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړتوب به سبا ته د پاکستان د پوځ له مشر او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په دې درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.