پخوانیو ورزشونو ته د ځوانانو لیوالتیا کمه لیدل کیږي

د افغانستان ځینو پخوانيو ورزشونو ته چې په اوس وخت کې یې نومونه بدل شوي د ځوانانو لیوالتیا کمه لیدل کیږي.

ضرب میل یا زورخانه یي یو له همدې ورزشي رشتو څخه ده، چې ترسره کونکي یې شکایت لري چې په اوس وخت کې دې رشتې ته د ځوانانو خاصه توجه نه کیږي او نه هم حکومت د دې رشتې د دوام لپاره پروګرام لري.

د المپیک ملي کمیټه بیا وايي، چې د بودیجې د کموالي او د سپورټونو د جدول له مخې دې رشتې ته محدود امکانات برابر شوي دي.

زورخانه يي یا ضرب میل په اسلامي هېوادونو کې د نعتونو او قراني مبارکو ایتونو په لوستلو سره پیلیږي او په درې برخو کې یې لوبغاړي تر سره کوي.

غیږ نیونه، د میلې پورته کول او ننداره د زورخانه يي ورزش له درېیو اصلي برخو څخه بلل کیږي.

د غیږنیونې لپاره لوبغاړي خاصې جامې اغوندې، د نندارې په برخه کې یې څرخ وهل شامل دي چې ساده او چمني څرخ یادیږي او د وزن پورته کولو په برخه کې لوبغاړي له لرګیو څخه جوړې شوې میلې او تختې پورته کوي.

په افغانستان کې د زورخانه یي یا ضرب میل د ملي ټیم روزونکی سلطان محمودنظري وايي چې افغانستان ددې رشتې یو له اصلي بنسټ ایښودونکو څخه دی او څو سوه کلن تاریخ پکې لري.

ښاغلی نظري وايي افغانستان د زورخانه يي د نړیوال فدراسیون د څلورشپیتو غړو هیوادونو له ډلې یو هیواد دی چې په ملي کچه زورخانه یي لوبې پکې ترسره کیږي:

د زورخانه يي د ملي ټیم روزونکی سلطان محمودنظري:

(په لومړیو کې په افغانستان کې د زورخانه يي پهلواني د ضرب میل په نوم یادیده چې ډېر زیات تاریخ لري او څه باندې یو نیم سل دوه سوه کاله پرې تیریږي او په اوس وخت کې ایرانیانو دغه ورزش ته نوي قانونونه جوړ کړي او په یوه فدراسیون کې یې ځاي ورکړی او نړیواله بڼه یې خپله کړې چې د زورخانه يي په نړیوال فدراسیون کې څلورشپیته هیوادونه غړیتوب لري.)

د افغانستان د زورخانه يي فدراسیون سکرترجنرال محمدازاد وايي، دې ته په پام سره چې د زورخانه يي ملي فدراسیون په 1383 لمریزکال کې رامنځته شوی په لنډ وخت کې یې شاوخوا 215 د سرو زرو ، سپینو زرو او برنزو مډالونه له بهرنیو سیالیو څخه ګټلي دي.

د زورخانه يي فدراسیون سکرترجنرال محمدآزاد:

( د افغانستان د زورخانه يي ملي ټیم په څو دوره لوبو کې برخه اخیستې چې له مهمو څخه یې کولای شو نړیوالو او آسیايي لوبو ته اشاره وکړو.

مونږ له لومړي دور نړیوالو لوبو څخه چې په ازربایجان کې وشوې دویم مقام وګاټه او دویم دور نړیوالې لوبې چې په 2010 کال کې په ترکیه کې وشوې دریم مقام مو تر لاسه کړ او همداراز په آسیايي لوبو کې مو په درېو دورو کې برخه واخیسته چې په درې واړو دورو کې افغانستان وکولای شول د آسیا د 23 هیوادونو تر منځ دریم مقام خپل کړي. )

خو دا چې د زورخانه يي یا ضرب میل ورزش ولې هومره د ځوانانو د پام وړ نه دې، د افغانستان د زورخانه يي د ملي ټیم روزونکی یې په اړه داسې وايي.

د زورخانه يي د ملي ټیم روزونکی سلطان محمودنظري:

( زورخانه يي د ځوانانو د علاقې او لیوالتیا پورې تړلې خبره ده او بله دا چې مونږ داسې وسایل او امکانات نه لرو چې ولایتونو ته ورشو ځینو کلپونو ته ورشو او وسایل او اسانتیاوې ورته برابرې کړو څو لوبغاړي وکړای شي د زورخانه يي ورزش مخته یوسي. )

د افغانستان د زورخانه يي ځینې ملي لوبغاړي هم د خلکو ناسم اقتصاد او د المپیک ملي کمیټې له خوا دې لوبې ته نه پاملرنه دې لوبې ته د ځوانانو د نه لیواله کیدو اصلي لاملونه بولي.

د زورخانه يي د ملي ټیم لوبغاړي مصطفی نورستاني او محمدعیسي وايي په داسې حال کې چې د ملي ټیم لوبغاړو ته سمه پاملرنه نه کیږي نو څنګه به پاتې عادي لوبغاړي ددې ورزش ترسره کولو ته زړه ښه کړي.

( مصطفی نورستاني یم د زورخانه يي ملي ټیم لوبغاړی: له بهرنیو لوبو څخه چې هر څوک مډال راوړي ټول یې مډال راوړونکي دي هیڅ څوک هم د خپل ځان لپاره مډال نه ګټي بلکې د افغانستان په نوم یې ګټي او د افغانستان لپاره یې ګټي. )

عیسی محمد وایې:

( زما نوم عیسی محمد دی دوه دوه نیم کاله کیږي چې دلته ورزش کومه د زورخانه يي په ملي ټیم کې ولا دا درې زره چې راکوي دا خو زما په نظر کافي نه دي لږ تر لږه په میاشت کې په مونږ باندې لس زره تر پنځلس زرو پورې مصرف راځي. )

د افغانستان د زورخانه يي فدراسیون سکرترجنرال محمدآزاد د لوبغاړو او د ملي ټیم د روزونکي ستونزې مني خو وايي چې المپیک ملي کمیټه د یوې خاصې کټګورۍ له مخې زورخانه يي لوبې ته مالي امکانات ورکوي.

د زورخانه يي فدراسیون سکرترجنرال محمدآزاد:

( په المپیک کمیټه کې یو قانون دی چې وايي مونږ د المپیک نړیوالو،آسیايي او جنوبي آسیايي په کچې خپل ورزشونه رده بندي کړي او زمونږ فدراسیون او لوبه هم په دریم کچه ورزشونو کې ځاي شوی چې په دې اساس د دې لوبو د پرمختګ لپاره مونږ ته لازم امکانات نه دي راکړل شوي څو وکولای شو خپله لوبه په سمه توګه پر مخ بوځو. )

ښاغلی ازاد وايي دې ته په پام سره چې افغانستان له نړیوالو لوبو څخه ښې لاسته راوړنې لري او په لوبغاړو باندې ښه کوښښ کیږي څو وکولای شي د افغانستان لپاره ډېرې بریاوې ترلاسه کړي.

دا لوبه د ایران له خوا د زورخانه يي په نوم نړیواله شوې ده چې د آسیا او ختیځې اروپا په ډېرۍ هیوادونو کې تکړه لوبغاړي او مینه وال لري.

افغانستان هم د زورخانه يي په څو دور آسیايي او نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې چې د سلګونو مډالونو تر څنګ یې د اتلولۍ نهه کپونه هم ګټلي دي.

صفي الله ستانکزی