لوګر: د هلیکوپټرې د عملې او سورلۍ د خوشې کولو لپاره هڅې رواني دي

د لوګر سیمه يیز چارواکي وایې، د هغې هلیکوپټرې د عملې او سورلۍ د خوشې کولو لپاره هڅې رواني دي چې، تیر ماښام په ازرې ولسوالۍ کې تر اضطراري ناستې وروسته، طالبانو ونیوله.

د لوګر د ولایتي شورا ریس، ډاکټر عبدالولي وکیل ازادي راډيو ته وویل، چې دې هلیکوپټرې د هوا د خرابوالي له امله اضطراري ناسته کړې وه .

نوموړی زیاتوي، چې دې الوتکې نهه تنه عمله درلوده.

د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال ریس خان صادق عبدالرحیم زی هم دا خبر تایدوي او وایې، چې دا هلیکوپټره د خراسان په نامه په یوه خصوصي شرکت پورې اړه لري.

ایساف ځواکونو ویلي چې دا هیلې کوپټره دوی پورې اړه نه لري.