کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د نور موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان د اړیکو په څرنګوالي لیکنې اوتبصیرې کړې دي.
ملي باور:
ملي باور خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، پاکستان له کړیو ژمنو سره بیا هم په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې لګولې دروارزه نه ده لرې کړې.
د سرمقالې لیکوال لیکي، نه دا چې دروازه یې نه ده لرې کړې؛ بلکې له دې دروازې دوه سوه متره وړاندې پاکستاني پوځ دوهمې دروازه د جوړېدو کار هم پیل کړی.
د لیکوال په اند، پاکستان په دې چارو سره غواړي پر افغان دولت فشارونه راوړي، چې په خپل هېواد کې د هند رول راکم کړي او له بله اړخه هم د افغانانو پام یو ځل بیاد ډیورنډ مسالې ته واړوي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي، افغان دولت باید په دې برخه کې له ډیپلوماټیکو لارو کار واخلي او پرپاکستان باندې د پخوانیو او اوسنیو ژمنو د عملي کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا فشارونه راوړي.
د ملي بارو ورځپاڼې سرمقاله لیکونکی په پای کې لیکي؛ همدې مسالې د حل لپاره یو داسې افغان پلاوی وګمارل شي، چې ټولې ملي ګټې په پام کې ونیسي او د موضوع په اړه بشپړ معلومات ولري.
محور:
محور ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت د ویاند خبرې راخیستي چې؛ یو ځل بیا یې له پاکستان څخه د ګوشتې په سیمه کې د دروازې د لرې کولو جدي غوښتنه کړې.
ورځپاڼه د جانان موسی زی په حواله لیکي چې؛ د دې ستونزې د حل لپاره افغان دولت له پاکستان سره په تماس کې دی.
ویسا:
بلې خپلواکې ورځپانې ویسا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي؛ سبا ته د بلژیک په مرکز بروکسل د امریکا په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ غونډه کېږي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي دتړلیو دروازو ترشا به ولسمشر کرزی د پاکستان له پوځي مشر جنرال اشفاق کیاني سره د جان کېږي په وساطت د افغانستان او پاکستان پر رامنځه شویو حالاتو خبرې وکړي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې هم په لومړي مخ کې د سیاسي کارپوهانو په حواله لیکلي؛ په ګوشته کې د دروازې جوړول څه نوې خبره نه ده؛ بلکې پاکستان په یاده سیمه کې د تاسیساتو دغه کار په ۱۳۸۲ کال کې پیل کړی.
ورځپاڼه لیکي، داسې راپورونه را رسېدلي چې پاکستان دګوشتې په ډېرو سیمو کې خپلې تذکرې هم ویشلې دي.
چمتووکوونکی: رحمت الله افغان