د جوهر څرناییف روغتیايي وضعیت ډير نازک خو ثابت ښودل شوی

د امریکا د "ماساچوسټ" ایالت په باسټن ښار کې په ډله ییزې ځغاستې کې د یوه مشکوک حمله کونکی، جوهر څرناییف روغتیايي وضعیت ډير نازک خو ثابت ښودل شوی.

جوهر څرناییف تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې د باسټن ښار په یوه روغتون کې بستر دی او لا هم د خبرو کولو توان نه لري.

د امریکا پولیسو دا نولس کلن هلک د جمعې په ورځ د واټرټاون ښار ته نږدې له یوه پټ ځای څخه راویوست.

د ده مشر ورور تیمورلان څرناییف، چې ۲۶ کلن و، د جمعې په ورځ له پولیسو سره په وسله واله نښته کې ووژل شو .

دا لا نه ده څرګنده شوې، چې جوهر څرناییف به څه وخت په رسمې ډول د حملو په ترسره کولو تورن معرفي شي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما تر پيښې وروسته وویل، چې ډیرې پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي لکه دا، چې ایا نورو چیچني وګړو په حمله کې له دې ډواړو وروڼو سره مرسته کړې ده که نه.