د تخار په مرکز تالقان ښار کې نن سهار د بي بي مریم په نامه د انجونو د یوه ښونځي یو شمېر زده کونکي مسمومې شوي دي.
د تالقان په مرکزي روغتون کې موظف ډاکټر حسیب الله ولي زاده آزادي راډيو ته وویل چې؛ تر اوسه دیرش زده کونکې دې روغتون ته انتقال شوي دي.
د دې زده کونکو د مسمومیت د څرنګوالي په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي.
زده کونکي وایي چې، دوی لومړی د ګازو بوی احساس کړ او وروسته بیا بې هوښه شوې.
تر دې څلور ورځې وړاندې د تالقان ښار د بي بي هاجرې په ښونځي کې هم یو شمیر زده کونکې مسمومي شوي وې.
امنیتي چارواکو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، تیر کال یوازي د تالقان په ښار کې د بیلابیلو ښونځیو شاوخوا شپږ سوه زده کونکې مسمومي شوي وې.