په بلخ کې پر یوې دیني مدرسې د بهرنیو ځواکونو په هوایي حملې کې تیره شپه درې کسه وژل شوي او پينځه نور ټپيان دي.
د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند شیرجان دراني وایي چې، دا هوایي عملیات له افغان ځواکونو سره له هماهنگۍ پرته د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ په باغ اوراق کلي کې کې شوې ده.
بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
د سیمې خلک وایي، وژل شوي او ټپیان ملکیان او د مدرسې زده کونکي وو.
په یوبل خبر کې د پکتیکا چارواکي وايي؛ چې په یوه دکان کې دماين په چاودنه کې په شکین ولسوالۍ کې یو تن وژل شوی او د دریو پولیسو په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي.
د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.