د مونټي نېګرو په مرکز کې اپوزیسیون د ټاکنو د پایلو پرضد لاریون وکړ

د مونټي نېګرو په پلازمېنه کې د اپوزيسيون پلويانو د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د درغليو د ادعاوو له کبله لاريون وکړ.

د انتخاباتو کميسيون د اپرېل د اوومې نېټې په انتخاباتو کې برحاله ولسمشر ګټونکى اعلان کړى دى.

د ده سيال "ميودراګ ليکيڅ" په انتخاباتو کې د درغليو د ادعاوو له کبله خپل غږ پورته کړى دى.

تنظيموونکي وايي، شا و خوا لس زره کسانو پرون په دې لاريون کې برخه واخيسته، خو پوليس يې د برخوالو شمېر پنځه زره ښيي.

دوى په لوړ اواز د ”غله“ شعارونه ورکول او ځينې ليکلي شعارونه ورسره وو چې؛ ورباندې ليکلي وو: "د بدلون وخت".

اعتراض کوونکي وايي، دوى به د اوسني ولسمشر درېيمه دوره ونه مني.