د امریکا د دفاع وزیر منځي ختیځ ته د یوې اوونۍ سفر پیلوي

د امريکا د دفاع وزير چک هېګل منځني ختيځ ته د يوې اوونۍ سفر پيلوي.

دى به له اسراييلي مشرانو سره د سوريې پر جګړه، د ايران پر اټمي پروګرام او د امريکا د وسلو د خرڅلاو د يوه لوى پلان پر نهايي کولو خبرې وکړي.

له کله چې دى د امريکا د دفاع د وزير په توګه ټاکل شوى؛ دا به يې منځني ختيځ ته لومړى سفر وي.

هېګل پرون ماښام له واشنګټن څخه روان شو. دى به اسرایيلو، اردن، سعودي عربستان، مصر او عرب اماراتو ته سفر وکړي.

دغه هر هېواد د امريکا اوږدمهالى همکار دى.