د ناتو عمومي منشي د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ خبرې وکړي

د ناتو عمومي منشي "انډرس فوغ راسموسین" د جمعې په ورځ په برسل کې د ناټو په مرکز کې د دې سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکي غونډې او د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ خبرې وکړي.

راسموسین وویل، د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکي غونډه کې به افغانستان ته د ناټو د مرستو په شفافیت او اغیزناک ډول د پیسو د لګولو او حساب کتاب پرلارو چارو بحث وشي:

"زه دغه راز تمه لرم چې په دې غونډه کې به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته زموږ د راتلونکو مرستو د شفافیت او حساب ورکولو په اړه یو توافق هم وشي."

د ناټو عمومي منشي وویل، دا تړون به د افغان امنیتي ځواکونو د غښتلتیا د دوام او دغه راز د افغانستان له ماموریت څخه د مرستندیو هېوادونو د خلکو د ملاتړ لپاره هم یو مهم ګام وي.