د امریکا د "مسیچوسیت" ایالت پولیس وایي، پولیس په باسټن ښار کې د ماراتان یا اوږدې ځغاستې په سیالیو کې د بمي چاودنو د دوهم مشکوک د نیولو په مقصد کور په کور لټون کوي.
۱۹ کلن "جوهر سارنایف" د پنجشنبې په شپه په پولیسو باندې له ډزو وروسته په تیښته بریالی شوی و. د جوهر ورور ۲۶ کلن "تیمورلنګ سارنایف" چې هغه هم په بمي چاودنې مشکوک دی؛ په ډزو کې ټپي شوی و او وروسته په روغتون کې مړ شو.
دا دواړه وروڼه د چیچنیا دي، په قزاقستان او داغستان کې رالوي شوې او کورنۍ یې څو کاله وړاندې امریکا ته هجرت کړی و.
د دغو کسانو پلار "انظار سارنایف" آزادي راډیو ته له "مهاج کلا" څخه د ټیلفون له لارې وویل:
"دا چا پلان کړې وه. دا عملیات په پوره احتیاط پلان شوي وو. زه نه پوهیږم ولې داسې وشول، چا وکړل، څنګه او چېرې؟ نه پوهیږم. خو زه خپل اولادونه پېژنم. دوی به څنګه بمي حملې کوي؟ هیڅکله نه. ما هیڅکله چاودیدونکي مواد نه دي لیدلي. زما بچیانو به څنګه لیدلي وي؟ دا شیان پلان شوي وو. بس."
دا کسان دغه راز د پنجشنبې په ماښام د یوه پولیس په وژنې او د وسلې په زور د موټر په تښتولو مشکوک دي.
چارواکو د باسټن ښار له اوسیدونکو غوښتې چې د "جوهر" لټون دوام لري او دوی دې له خپلو کورونو نه راوځي.