د جرمني پولیسو یو مشکوک لیک له منځه وړی دی

د جرمني پولیسو د پوستې هغه لیک له منځه وړی چې؛ د دې هېواد د جمهور رییس په آدرس استول شوی و او د چاودیدونکو موادو شک ورباندې شوی و.

د جمهور رییس "یواخیم ګاووک" Joachim Gauckدفتر وایي، دا لیک د جمعې په ورځ د پوستې د عادي څار پر مهال موندل شوی و.

لیک په برلین کې د جمهور رییس له کوره بهر په یوه پارک کې په احتیاط سره وچول شو.

د لیک د رسیدو پر مهال جمهور رییس په خپل کور کې نه و.