"یوه پینځه کسیزه تروریستي ډله مو نیولې"

د کورنیو چارو وزارت وایې، یوه پینځه کسیزه ډله یې نیولې ده چې غوښتل یې د ثور په اتمه په کابل کې ځان وژونکي حملې ترسره کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې، دا کسان په پاکستان کې تر روزنې وروسته افغانستان ته د حملو لپاره را استول شوي وو.

د دې وزارت د چارواکو په وینا، نیول شوو کسانو په خپلو خبرو کې ویلي، چې دوی د طالبانو او حقاني شبکې پوري اړه لري.

قسیم سوله مل او په دې اړه نور معلومات اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

"یوه پینځه کسیزه تروریستي ډله مو نیولې"